حقوقي وکالت
د قانوني مرستې په لټنی وخت کی کلیدي ټکي
-
په پام ولرئ چې هغه سازمانونه چې دا خدمات وړاندې کوي د ظرفیت له ستونزو سره مخ دي.
-
تاسو یوازینی شخص نه یی چې د حقوقي مرستې لپاره د انتظار په لست که وی. پداسې حال کې چې د قانوني مرستې غوښتنه کوئ، خپل چاري په دایمي توګه تعقیب کړئ، مګر په شرایطو هم پوه شئ.
د کړنو تعقیب:
-
په یاد ولرئ چې تاسو له کوم سازمان او د چا سره خبرې کړې؛
-
د ضرب الاجل سره سم تعقیب وکي؛
-
چه تاسو حقوقي استازیټوب ومومئ، د ظرفیت د خلاصولو په موخه د نورو انتظار لیستونو څخه ځان وباسئ.
رولونه
تاسو پیرودونکي يي:
-
د یو پیرودونکي په توګه، تاسو د خپل کیسي او کلتور تخصص لري
-
پیرودونکي داسي تفصیلات شریکوي چې:
-
د عاطفی له لحاظ د پام وړ
-
د زماني چوکاټ سره سم تنظیم شوی.
-
وکیل او یا حقوقي استازي:
-
هغه شخص دی چې د موکل په استازیتوب حقوقی سیسټم په دقت پلتڼي کوي
-
دوی د متحده ایالاتو د قوانینو په رڼا کې د یوې ځانګړې نتیجه ترلاسه کولو په آند کي در پیرودونکي کیسه پلتڼی کوي
د حقوقی وکالت ډولونه:
د عامه ګټو لپاره وړیا (Pro Bono)
-
ځینې سازمانونه د ټیټ عاید پیرودونکو ته وړیا حقوقي خدمتونه وړاندې کوي.
-
پیریدونکي ممکن ځینې ضمني لګښتونه پرداخت ورکړي، لکه د اسنادونو لیژل او پوست کول؛
-
له بده مرغه، د هغو موسسو او وکیلانو څخه د مرستې غوښتنه چې وړیا خدمتونه وړاندې کوي د هغوی موجوده ظرفیت څخه ډیر دي.
د ټیټ لګښت تخفیف سره (Low Bono)
-
حقوقی خدمتونه د بازار د معمول نرخ نه په ټیټه قیمت وړاندی کیژی.
د هزینه په ورکولو سره (Paid)
-
وکالت په معیاري/معمولی قیمت. ثابت یا په ساعت واړ نرخ. ځینې وکیلان په قسطونو کې تادیات مني ترڅو خپل خدمات په پراخه کچه وړاندي وکي
محدود ساحه (Limited Scope)
-
د هزینه د کمولو لپاره، وکیل موافقه کوي چې د موکل ځینې قانوني مسایلو سره رسیدګی وکی. د قضیې نورې برخې د پیرودونکي لخوا پرمخ ته ځی. دا مهمه ده چې د کار ساحه او د وکیل رول په تړون کې په واضح ډول منعکس شي.
کامل وکالت (Full Representation)
-
د قرارداد په مطابقت سره؛ وکیل په ټوله قضیه کې د موکل استازیتوب کوي او همداسی د موکل په استازیتوب له دولت یا کوم بل اړخ سره اړیکه نیسي؛
-
د دادرسی غوښتنی معمولا یو اضافي خدمت دی بنأ یو جلا تړون ته اړتیا لري.
د ځان استازیتوب (Pro Se)
-
د شخص د خپل استازيتوب ته د حقوقي مشورې پرته د غوښتنې لیږل. پدې حالت کې ، ډیری شخصي مرستندوی سرچینې شتون لري.
معتبر وکیل (Accredited Representative)
-
د کډوالۍ خدمتونه د وکیل یا د اعتبار وړ استازي لخوا وړاندۍ کیږي؛
-
ځینې ټولنیز سازمانونه د وکیل پر ځای یو معتبر استازی لري چې د دوی د کډوالۍ خدماتو مراجعینو سره مرسته وکړي؛
-
دا ځانګړي روزل شوي خلک د کډوالۍ خدماتو وړاندیز واجد شرایط دي.
-
تاسو له دوی څخه هم هغه انتظار ولرئ لکه څنګه چې تاسو د وکیل څخه لرئ.
د یو شخص او قانوني استازي تر منځ تړون
که چیري تاسو د حقوقي استازي سره تړون نلرئ، ستاسو د استازیتوب لپاره به هیڅ تضمین شتون ونلري.
-
د وکیل سره د خبرو اترو او ایمیلونه تبادله پدې معنی نه ده چې وکیل ستاسو لپاره حقوقی استازیتوب وړاندي کوي؛
-
ستاسو شرایط او ضوابط په تړون کې منعکس شوي دي. دا یو حقوقي کاري قرارداد دی او پدې کې شامل دي:
-
څه ډول حقوقي کار؛
-
څوک یې کوي؛
-
د خدماتو شرایط؛
-
تاسو د وکیل په وړاندې څه مکلفیتونه لري، د مثال په توګه، دقیق معلومات او پر وخت ځواب ورکول.
مقدماتی ګامونه؛ که چیری تاسو یو وکیل موندلی وي:
-
د حقوقي خدمتونو د ترلاسه کولو نوعیت لخوا اطمینان تر لاسه کړئ. (د قانوني خدماتو ډولونو لپاره، مخکینۍ برخې ته مراجعه وکړئ.)
-
بشپړ اړینو معلوماتو او اسنادو په وخت وړاندی وکړۍ.
-
پوښتنه وکړئ چې ستاسو په قضیه کې راتلونکی ګامونه څه دي؛
-
دا چی څه تمه لرئ پوښتنه وکړئ. د مثال په توګه: "دا به څومره وخت ونیسي؟" (په پام ولرئ چې دا ټول تخمینی دي.)
-
د تړون یوه کاپي ځان سره وساتۍ؛
-
یادونه: توصیه کیژي چې څو ادارې ستاسو د قضیې مختلفې برخې ترسره و نکړي، ځکه چې ممکن د دی تر منځ د ستا قضیي ته نقصان ورسي
د دوسیه ترتیبولو پروسې سره د مرستې لپاره څه کولی شئ؟
هغه کړنې او ګامونه چې پیرودونکي یې کولی شي د قضیې تنظیم کولو پروسې په آسانۍ سره پرمخ بوځي
-
د اړیکو د معلوماتو د بدلون، آپدیت کولو یا په شرایطو کې د بدلون په صورت کې چې ستاسو قضیه متاثر کوي، خپل وکیل ته د تماس غوره طریقه خبر کړئ.
-
د خپلو مهمو اسنادو یوه کاپي په امن ځای کې وساتئ؛
-
د کاغذونو د ورکیدو په صورت کې په غوره توګه هارد او سافت کاپی؛
-
دوی منظم او په امن ځای کې وساتئ، تر سو د دوی په موندلو کې ستونزه نلرئ.
د اسنادو کاغذی او الکترونیکي کاپي ځان سره وساتئ په شمول مګر محدود ندي:
-
د هویت پیژندنې ټولې فورمې؛
-
پاسپورت؛
-
تذکره؛
-
د موټر چلولو جواز؛
-
د زده کونکي پیژندنی کارت ؛
-
تولد کارت؛
-
-
د مالیۍ اسناد؛
-
بلونو؛
-
هغه اسناد چې کولی شي ستاسو قضیه ثابت وکړي
-
مثال: د صحي معلومات/ فورمۍ
-
له خپل حقوقي استازي څخه د لاندې اسنادو یوه کاپي وغواړئ:
-
د تا په استازیتوب جوړ شوي غوښتنې ؛
-
بشپړ رسیدات؛
-
د تادیاتو اثباتیه مدارک؛
-
تړون؛
-
مکاتیب لکه ستاسو د استازیتوب څخه ایمیلونه
دا ټول په منظم ټوګه او په امن ځای کې وساتئ
د ژبې او ارتباطی خنډونه
چه تاسو د ژبې د لاپیژندني له امله د خپل وکیل سره په اړیکه نیولی کې ستونزه لرئ، خپل وکیل ته ووایه چې تاسو ترجمان ته اړتیا لرئ.
د ټولو پیرودونکو لپاره:
-
پوښتنې او د وضاحت غوښتنه وکړئ. اطمینان ترلاسه کړئ چې ستاسو په قضیه کې څه تیریږي؛
-
دا ضروری ده چې تاسو خپل اهداف او کیسه ووایي. د مثال په توګه: "زما هدف دا دی چې زما میړه ګرین کارت ترلاسه کړم."
-
اطمینان ترلاسه کړئ چې هرڅه تاسو ته لوستل کیږي. که تاسو په خپله ژبه لوستلی شئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې سازمان ستاسو په مورنۍ ژبه تړون وړاندي کوي؛
ستاسو د کیس د ملاتړ لپاره مرکه
-
کیدای شي چه دا ستونزمن وي، خو دی سره د خپلو تجربو په اړه د خپل وکیل سره صادق اوسئ ځکه چې دوی دی ته اړتیا لري چي په ټولو تفصیلاتو پوه شي ترڅو ستاسو لپاره قوي قضیه برابره وکۍ؛
-
دا خبري تاته رواني او احساساتي زیان ورسولی شي، نو سپارښتنه دادي چې د رواني روغتیايۍ خدماتو غوښتنه وکړئ؛
-
موږ یوشمیر پوښتنې کوو، مګر که چیري کوم مهم خبري وي، مهرباني وکړئ شریک کړئ حتی چه هم موږ یې په اړه پوښتنه نه وي کړې؛
-
امکان لري چي د یو څخه ډیرو جلسي ته اړتیا وي ترڅو موږ معلومات راټول کړو او ستاسو وضعیت او کیسه درک کړو او په قضیه کې یې منعکس وګرو.
د منفي حقایقو شریکول
-
دا مهمه ده چې د خپل حقوقي خدماتو وړاند کونکي سره صادق اوسئ، حتی د داسی حقایقو په اړه چې تاسو یې نه غواړئ شریک کړئ؛
-
ستاسو د حقوقي خدماتو وړاندې کوونکی نشي کولی تاسو سره په هغه څه کې مرسته وکړي چې دوی نه پوهیږي؛
-
که چیرې یو مدرک یا کیسه وروسته شریکه شي چې ستاسو وکیل مخکې له مخکې نه و خبر، کیداي شي چي دا به ستاسو په قضیه منفي اغیزه ولري؛
-
د حقوقي خدماتو وړاند کونکي کولی شي د منفي واقعیتونو لپاره ځان چمتو کړي؛
-
دا چي، پرته له مخکنۍ چمتووالي، نور مدارک او کیسې کولای شي ستاسو په قضیه منفي اغیزه ولري، او پدې حالت کې، ستاسو د وکیل لپاره به ستونزمن وي چې دا مدیریت وکړي.
په حالاتو کې بدلون
-
بدلونونه ستاسو د قضیې باندي اغیزمن وۍ؛
-
دا مهمه ده چې خپل وکیل ته ستاسو په شرایطو کې د داسي بدلونونو په اړه خبر ورکړئ چې ستاسو د کډوالۍ قضیه ته اغیزه کولی شي، ترڅو دوی د اړتیا په صورت کې تنظیم کړي؛
-
که چیري تاسو مطمین نه یۍ چې بدلون، شرایط، یا پوښتنه اړونده ده، تاسو کولی شئ د هغه په اړه له خپل وکیل څخه پوښتنه وکړئ.
د (CAIR-WA) حقوقي وکیلانو پیام
-
دا ستاسو دوسیه ده! تاسو د دي قانوني ستراتیژۍ مسؤول یۍ
-
تاسو دا حق لرئ چې د ټولو معلوماتو په اړه چې ستاسو په استازیتوب پلي کیږي، پوه شئ؛
-
تاسو په قضیه کې د فعال رول درلودلي سره د خپل حقوقی مشاور سره مرسته کوي؛
-
دا مهمه ده چې د خپل وکیل سره په مشوره د غوښتنلیکۍ ټولو مراحلو ته ولاړ وي؛
-
د حقوقي خدمتونو وړاندې کوونکی کولای شي تاسو ته د ټول هغه حقوقي ټکي تشریح کړي چې تاسو ته ضروري ده، مګر تاسو باید د دې مرحلو له لارې لاړ شئ.
-
په پای کي، تا یۍ چې باید قسم یاد کړي.